خلیلزاد په قطر کې د افغان پلاوي له ښځینه غړو سره کتلې دي

روهي (نۍ/۱۲ د تلې)، د افغانستان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ماښام ناوخته په دوحه کې د افعان سولې خبرو له څلورو ښځینه غړو سره کتلې دي.

نوموړي په دې لیدنه کې د مرکچي پلاوي ښځینه غړو ته ډاډ ورکړی، چې دوی هوډمن دي چې د سولې هوکړه لیک د لاسلیک کیدو په صورت کې به د افغان میرمنو حقونه خوندي وي.

زلمی خلیلزاد چې یو ځل بیا د قطر او سیمو هېوادونو ته په سفر بوخت دی، د افغان او طالبانو تماس ډلو سره له کتنو سربېره یې په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي له ښځینه غړو سره هم د سولې په روانو خبرو په تړاو کتلې دي.