سپین غر بازانو د فوټبال غوره لیګ سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه

روهي (نۍ/۱۲ د تلې)، سپین غر بازانو د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه؛ سپین غر بازانو پرون جمعه ددې سیالیو پرمهال آباسین څپې ته ماتې ورکړه او د سیالیو نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د سپین غر بازانو او اباسین څپې لوبه پرون ۴-۱ په مقابل کې د سپین غر لوبډلې وګټله چې دا ددې سیالیو پرمهال د سپین غر بازانو دوهمه بریا وه.

د سپین غر بازانو لپاره سمیع نادري په دې لوبه کې دوه ګولونه ترسره کړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو راتلونکې لوبه به د دوشنبې په ورځ د میوند اتلانو او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ تر سره شي.