ښځې ولې د سړیو په نسبت ډېرې پوښتنې کوي؟

د ښوونځي په دولسم ټولګي کې مې په یوه ښونیز مرکز کې د کانکور د اماده ګۍ درس ویلې؛ په ټولګي کې هلکان هم راسره وه. نجونو به هره ورځ د کانکور د امتحان په اړه له استاده ډول ډول پوښتنې کولې چې استاده دا څنګه ده او هغه څنګه ده. هلکانو به یا پوښتنه نه کوله یا به ډېروو کمو کسانو کومه پوښتنه که وکړه. ما سره مې ورور هم په دې ټولګې کې وه؛ هغه یوه ورځ نیوکه وکړه، چې نجونې هره ورځ له استاده بې ځایه پوښنتنې کوي، چې هېڅ یې پوښتلو ته اړتیا نه وي. هلکانو خو یوه ورځ هم له استاده دا پوښنتې ونه کړې. هغه وخت زه هم متوجې شوم؛ چې په ریښتیا هم نجونو ډېرې پوښتنې کولې، خو هلکانو بیا نه کولې. په دې زه هم نه پوهېدم چې نجونې ولې د هلکانو په نسبت ډېرې پوښتنې کوي، له هغې وروسته مې په دې اړه څېړنې کولې او دا مې ځان ته معلومه کړه، چې نجونې ولې ډېرې پوښتنې کوي. دا چې نجونې یا ښځې ولې د سړیو پر پرتله ډېرې پوښتنې کوي لاملونه یې په لاندې ډول دي: 
لومړی لامل چې ښځې د سړیو پر نسبت ډېرې پوښتنې کوي؛ دا دی چې ښځې نسبت سړیو ته په هر کار کې ډېرې حساسې دي. دوی کله چې کوم کار کوي یا کوم مسؤلیت اخلي د هغه کار د ښه تر سره کولو له پاره ډېره لېوالتیا لري. په هېڅ ډول نه غواړي، چې دوی دې په یوه کار کې تېروتنه وکړي. نو پر دې خاطر ډېرې پوښتنې کوي تر څو تېروتنه و نه کړي او په هغه کار ښه ځان پوه کړي. 

بل دا چې ښځې نسبت سړیو ته ډېرې تشویشي هم دي؛ دوی د یوه کار په اړه ډېر تشویش کوي. دوی چې کله کوم کار کوي، که یې کار سم هم وي او په هغه موضوع ښې برلاسې هم وي؛ بیا هم ر په کولو کې زړه نا زړه شي. دا فکر ور ولویږي، که دا سم نه وي؟ که یې داسې وکړم را څخه خراب شي؟ که زه کامیاه به نه شم؟ دا موضوع باید زده کړم که یې زده نه کړم که یې زده کړم بیا ترې پوښتنې را نه شي دا خو مې بیا هسې هپل مغز اوبه کړ؟ که یې زده نه کړم بیا ترې پوښتنې راشي بیا څه؟ دا او دې ته ورته ډېرې پوښتنې دي؛ چې د دوی د تشویش له امله دوی ته پیدا کېږي، نو ځکه دوی ډېرې پوښتنې کوي او بیا د ځینو تر نیوکې لاندې هم راځي. دا چې ښځې ولې تشویشی دي دا هم لاملونه لري. 

ښځې ته له پخوا نه تر اوسه پورې د نارینه وو له خوا دا احساس ورکول کېږي، چې ته نا پوهه یې او په څه نه پوهېږي. نو ځکه ښځې له رواني لحاظه له دې تشویش سره ژوند کوي، چې ولا زه به په ریښتیا هم تېروتنه وکړم. 

بل دا چې زموږ په ټولنه کې خو ښځه ډېره له هر څه څخه محرومه ساتل شوي، چې هغه د کومې پریګړې د کولو جرات نه لري. د ښځې جرات له هغې څخه اخیستل شوی. یوه ښځه دلته باید دهر کار په کولو کې له یوه نارینه څخه پوښتنه وکړي؛ چې دا ذهنیتونه د دې لامل شوي، چې ښځه تشویشی او پر ځان بې باوره شي. چې له امله یې ډېرې پوښتنې کوي. 

له ښځو سره تل توپیری چلند شوی او په دوی نیوکې شوي، چې دا نیوکې د دوی د تشویشي کېدو او بې جراتۍ لامل شوې دي. 

په پایله کې به دا و وایم؛ هغه څه چې د دې لامل شوي، چې ښځه ډېرې پوښتنې وکړي؛ هغه د ښځې د مسؤلیت احساس او د یوه کار د ښه ترسره کولو له پاره دي. که ښځه پر ځان بې باوره ده او که تشویشي ده. دا هر څه یې هڅه ده چې نه غواړي تېروتنه وکړي او خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره نه شی کړی.