په خوب کې څه ډول خریدل خطرناک دي او څه باید وکړو چې ونه خریږو؟

ځینې وختونه په خوب کې خریدل خطرناک وي او باید ډاکتر ته ورشو. دا چې خریل څه وخت د خطر لامل کېږي او په مجموع کې څه باید وکړو چې په خوب کې ونه خریږو؟ لاندې موضوعات په نظر کې ونیسئ او له دې ستونزې ځان و ژغورئ. 

کله چې تاسې له داسې یو کس سره ژوند کوئ؛ چې په خوب کې خریږي او د هغه د خریدو اواز ډېر لوړ دی او په ساه اخیستلو کې یې ساه په مکمل ډول د څو دقیقو له پاره بندیږي. دا کس کېدای شي په خوب کې د ساه د بندیدو نارغۍ ولري، چې دا یوه جدي تنفسي ستونزه ده. چې په دې حالت کې باید نوموړی کس ډاکتر ته ولاړ شي. 

کله چې د شپې له خریدو وروسته د ورځې له خوا ستړي او نا راحته یاستئ هم لامل یې هغه د شپې خریدل دي، چې دشپې له خوا په پوره  اندازه اکسیجن ستاسې وجود ته نه دی رسېدلی، چې په دې حالت کې باید ډاکټر ته ورشئ. 

کله چې تاسې د ورځې په یوه نا سم ځای کې خوب وړي، لکه د ډریوارۍ په حالت کې د دې لامل کېدای شي ستاسې د د ښپې خریدل وي، چې تاسې یې له امله په سم ډول نه یاستئ ویده شوي او ستسې د بې خوبۍ لامل شوي وي. دا حالت ځینې وختونه د نارکولپسي (د خوب حملو ) له امله هم کېږي. چې په دې حالت کې هم باید ډا:تر ته ورشئ. 

د دې له پاره چې په خوب کې و نه خریږئ لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ:
خپل وزن کم کړئ! هغه کسان چې وزن یې زیات وي، په خوب کې یې د خریدو لامل کېږي. دا ثابته شوې، چې د وزن کموالی که هغه له درې تر دوه کیلو پورې هم وي په خریلو کې کموالی را ولي. 

له ډېرې ډوډۍ خوړلو او د الکولي څشاکو له څښلو ډاډه وکړئ: 
د شپې له خوا ډېره ډوډۍ خوړل او د الکولي څښاکو څښل د دې لامل کېږي، چې دهوایي هوا بنده شي او د شبې له خوا د خیدو لامل شی. 

سګرټ څکول بند کړئ! 
د سګرټ څکول د دې لامل کېږي، چې د پزې مخاطي برخې او سږي په دود سره خراب کړي، چې په دې سره د هوایې کڅوړې د هوا په جریان کې ستونزه رامنځته کېږي، چې په پایله کې یې د شپې له خوا د خریدو لامل هم کېږي. 

په اړخ ویده شئ! 
هغه کسان چې ډېر خریږي، که هغه په هر ډول ویده شي بیا یې هم خریدل نه بندیږي. خو په ځینې کسانو کې د خریدو لامل شاه په تخته ویده کېدل وي. که په اړخ ویده کېدلو ادات نه لرئ او نه شئ ویده کېدای. د دې له پاره چې په دې ډول ویدو کېدو سره ځان ادات کړئ؛ د خوب د کالیو پر شاه مو یو حیب وګنډئ او د ویده کېدو په وخت کې په هغه کې یو کلک جسم لکه: د ټینس توپ کښېږدئ تر څو شاه پر تخته ویده کېدل درته ناراحته وي پر دې ډول به تاسې شاه پر تخته ویده کېدو سره ادات وکړئ. 

له بالښت څخه پرته ویده شئ!
ځینې وختونه بالښت هم د دې لامل کېږي، چې په خوب کې وخریږي. د بالښت ډېر نرموالی یا لوړوالی هم د دې لامل کېږي، چې د خوب پر وخت کې د هوایي کحوړې د تنګېدو لامل شی او هوا په جریان کې کموال راولي. چې له امله یې یو کس خریږي.