د لغت او مورفیم تر منځ توپیرمورفیم

ګړ یا مورفیم او ویي یا لغت دواړه مورفولوژیکي واحدونه دي،چې په ژبه کې هر یو ځان ته یوه ځانګړې مانا لري. خو د دې دوه مورفولوژیکي واحدونو مانا یوه نه ده. هر یو جلا مانا لري او ځانګړی مفهوم لېږدوي، دا چې د دې دوه واحدونو تر منځ تو پیر څه دی او یو د بل ځای نیولی شي او که نه په دې اړه  په لادې ډول رڼا واچوم. 

ګړ ( morphem) : د ژبې تر ټولو کوچنی مورفولوژیکي واحد دی، چې له یوې یا څو څپو څخه رغېدلی وي. دا واحد ډېری وخت په جلا توګه مانا او مفهوم لري. چې دې ډول مورفیمونو ته خپلواک موفیمونه وایي.لکه: سترګه، مخ، کور، کلی، ونه، بڼ او ...

خو ځینې وختونه بیا په جلا توګه مانا نه ورکوي، چې دې ډول مورفیمونو ته بیا نا خپلواک یا تړلي مورفیمونه وایي. لکه: پر، په، ځنې، پسې، پوررې، له، تر، یز، ین، وال، مه، نه، او ...
ویي ( لغت، کلمه، ) word: له یوه یا څو واحدونو څخه یو جوړ شوی، واحد دی، چې له یوې یا څو څپو څخه له یوې خوا له یوې یا څو څپو څخه له بلې خوا رغېدلی وي او هر وخت په جلا توګه او نحوي چاپيریال کې یوه مانا وښندي. لکه: ځمکه، غر، بربڼ، کلیوال، میوندوال، زده کړیالان، جمال مېنه او ...

د دې دواړو واحدونو تر منځ توپیرونه: 
ـ کلمه یو رواني واحدی دی، چې جلا ویل کېږي او جلا لیکل کېږي. مورفیم تل رواني واحد نه وي، یوازې خپلواک مورفیمونه جلا ویل کېږي او جلا لیکل کېږي نا خپلواک مورفیمونه بیا په یوازې توګه مانا نه لري. 

ـ کلمه تر ډېره رواني مفهوم لېږدوي، رواني مفهوم په دې مانا چې د هغه څېز په اړه له موږ سره په ذهن کې یو تصویر وي؛ خو مورفیم بیا کله رواني مانا لري او کله د کلیمې د جز په توګه راځي. 

ـ مورفیم د یوه نه تجزیه کېدونکي رواني واحد په توګه مانا ورکوي؛ خو کلمه د یوه رواني واحد په توګه مستقله مانا ښیندي. 

ـ هره بسیطه کلمه یا ویي یو خپلواک مورفیم ګرځېدلی شي؛ خو هر مورفیم یو ویي یا کلمه نه شي ګرځېدلی. ځکه مورفیمونه په یوازې توګه مانا نه ښیندي او کلمه په یوازې توګه مانا ښېندي. 

                                     اخځونه
۱ـ چمتو، محمد قسیم. (۱۳۹۶). تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دا نش خپرندویه ټولنه
۲ـ محبوب، محبوب شاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه
لیکواله: شبانه پوپلزۍ