ګرانه پریکړه 

د ادارې لوی ریس چې ایله یوکال اوڅو میاشتې ېې په دې دنده اوښتې وې، له ګهیځ راهیسې د خپل کمپيوتر په سکرین داسې سترګې خښې وې، تا به ویل کومه په زړه پورې مقاله یی میندلې او یا هم د ادرې دښه والي لپاره کومه وړچمتوشوې ستراتیژی لولي. له ځا یه راولټید، دروازې ته لاړ چې د باندې ووځي، خوبیرته راوګرځید ته لکه  څه ترې هیرشوي دي، کمپیوتر ته بیرته کښینا ست. په لوړ غږ ېې له ځا نه سره وویل
ـ دا احمق خلک غیر له غندنو او نقدونې بل کار هم لري که نه؟
 
راپا څيد دڅنګ لویه کړکۍ ېې پرانیسته، له کړکۍ سره ودرید، چې آزاده هوا تنفس کړي او له دباندې لیدو هم خوند واخلي ، خولکه کوم بد خبرېې چې آوریدلي وي آرام ېې له تنه کډه کړې وه. خورا نا قراره وو. میزته راوګرځید، دمخه تردې چې کمپیوتر ته کښیني، لاسونه ېې وجنګول، له ځا نه سره بیرته ګډ شو.
 
ـ ښه دا دی، ما له ادارې وویسته، نو څه، ته وا د هغې په ګوښه والي به اداره له فساده پا که شي!
ګوتې ېې ورو د زنګ په بټنې کیښودې . خدمتګارراننوت.، لکه عسکر نیغ ودرید ، ریس وروکتل، بیرته ېې کمپوترته سترګې ونیوې. ته وا خبره ترې هیره شوه اویا یی هیڅ ونه لید، هیڅ ېې ونه ویل، خدمتګارزړه نازړه په ورو وویل: 
ـ صا حب آمر 
ریس لکه له خوبه چې راکښیني 
ـ سکرترته غږ وکړه!
سکرترپه منډه راننوت ، د ریس سترګې لاهم د کمپیوترپه لوي سکرین کې ښخې وې ،سکرتر ته ېې د کښیناستو اشاره وکړه. زرېې خپله کرسۍ وګرځوله ، سکرترته مخا مخ شو:
ـ څه خبرې دي ؟ 
سکرترځان ړوند او کوڼ کړ:
ـ هیڅ 
ریس غږ لوړ کړ
ـ څنګه هیڅ، ته لکه چې زما د فیسبوک وال نه څارې؟ زما په ادرس دا دومره کنځاوې او غندنې تا ته هیڅ ښکاري؟
سکرتر لکه اوس چې ېې د هغه په خبره سر خلاص شوي وي :
ـ څنګه ېې نه څارم، ما تر اوسه دلس زره کسانو تبصرې لوستې دي. ما غوښتل د ورځې په پای کې ېې لنډیز او نچوړدرکړم .
ریس ېې په خبرو کې راودانګل :
ـ تبصرې نه ، سمې دمې کنځلې 
سکرترشونډه په خوله کې ونیوه ، سرېې  وخوراوه : 
ـ هو صا حب ددې نادان مخلوق نور څه زده دي؟ 
بیا ېې هغه زغم ته راوباله ، نرۍ موسکا ېې وکړه 
ـ دا خلک چې په اولسمشر بریک نه نیسې ، په لکونو کنځاوې کوي نو زما او ستا به څه پروا وکړي . ریس له ځا یه راپورته شو ، ته وا کوټه کې ېې ساه بنده ده ،له کړکۍ ېې بیرون وکتل ، مخ ېې بیرته راواړاوه، په یوه سا ه ګډ شو
ـ نو ولې ، ولې ، ولې اخیر…………..؟
 
سکرتر لکه د رواني چارو کارپوه په سړه سینه د هغه ولې ځوا ب کړه 
ـ دا ځکه چې هغه ځوانه ده ، ښکلې ده . ددې ريښه زموږ د ټولنې په جنسي محرومیت کې ده ، زموږپه وروسته پاتې دودونو کې ده. 
له دې وروسته دده په ستا یلو سر شو: 
 
ـ او تاسو هم چې ځوان او نوښتګریاست ،باید ددې حسودو کسانو د مترکو لاندې راشئ. دلته څوک د کارخلک نه پریږدي .  
د تیلیفون زنګ وشرنګید ، د سکرترخبرې ېې ودرولې ، ریس غوږئ پورته کړه . له بلې لورې سلام واچول شو . لکه د کورنۍ غړی او یا ډیر نږدی ملګری ده هم د ریاست د همدغې کارکونکې بحث راواخیست : 
ـ پوهیږې هغه څومره بدنا مه ده 
ریس سر وخوزاوه ـ
ـ پوهیږم 
ـ پوهیږئ چې هغه څومره بې سواده ده او ټول تحصیلي اسناد ېې جعلي دي
ـ پوهیږم
ـپوهیږې لویه غله ده ، له نوم دې ګټه اخلي او له خلکو به رشوت اخلي.
ـ پوهیږم
ـ پوهیږئ چې دا دې ښا يي له میرمنې جلا کړي ؟
ـ پوهیږم  
له بل لورې چیغه شوه 
ـ نو چې په هر څه پوهیږې ، ولې ېې نه ګوښه کوئ؟
ریس وخندل لکه ټوکې چې کوي :
ـ ځکه چې د ګوښه والی واک ېې نه لرم 
بل لوری هک پک شو :
ـ دا څنګه مقرولی شی او ګوښه کولی ېې نشې؟! چې تللي نیما یی اداره دې د خپلو مرستیالانو په ګډون ټوله بدله کړه او دا نشې بدلولي ؟! 
ریس بیا وخندل 
ـ داسې خو ده اشنا 
ـ چې داسې بې واکه شوی ېې نو بیا ولې استعفا نه ورکوئ ؟ 
ریس سکرترته له دوتره د وتلو سترګه ووهله ، دم ېې ونیو ، همدا چې دروازه پورې شوه، بل لورې ته ېې په خوشالۍ ځواب ورکړ:
ـ اوس به وخته درغلی وای خو بلې دندې ته ېې وړاندې کړی یم 
بل لوری په ټیلیفون کې ټوپ وهل .
ـ دا څه وایی ، بل لوی ریاست ؟
ـ نه وزارت 
ـ واو ، دا ځل دې څو ک واسطه شو ؟
ریس غلی شو ، لکه په یادونه چې ېې شرمیږي :
ـ همدا 
ـ څوک همدا؟ 
ـ همدا چې تا سو ېې راباندې له ادارې شړئ .
بل کس کلک څه شی په سو ک وواهه: .
ـ دا اوس دومره زوروره شوه! 
ـ زوزوره نه چې زوروره ،دا اوس نه یوازې په دولت کې لویې سټې پیژني ، د دولت دننه د دولت په اپوزیسیون کې ېې هم ډیرملګري پیدا کړي دي. 
ملګری ېې وخندل 
ـ ښه بیا خو دې نوش جان ، دا یارانه  او قرباني خو په دې ارزي.
په دې سره دواړو په کټ کټ وخندل
ریس غوږۍ کیښوده ، بیرته کمپیوترته کښیناست . پرانیستې کړکۍ ېې وتړله،پرځای ېې د خپل بریښنا لیک کړکۍ ېې پرانیسته . واردمخه ېې د میرمن په بریښنا لیک سترګې ولګیدې . لکه بریښناېې جریا ن ېې چې وجودته لار وکړي ،وریږدید. لا ېې د هعې بریښنا لیک نه و پرانیستي چې دمضمون سرلیک ( د طلاق غوښتنه )ټکان ورکړ.دموږک تڼۍ ېې په بریښنا لیک کیښوده خو داسې ویرې ونیو لکه څوک چې دهغه تړلي لوښې سر پرانیزی چې مارپه کې غلی وي . لاس ېې دګوزڼ وهلی په څیرورپیده ، زړه نازړه ېې بریښنا لیک پرانیست :
 
 شریفه،
 موږپه مینه واده کړی وو ، ستا اوږده مسافری او بیلتون راته خورا نا شوني اود زغملو نه وه خو تا زه دیوې بلې مینې چې زما اوستا له مینې ېې هم ما ته ارزښت او درنښت درلود په دام کې راګیره کړم . هغه د هیواد مینه وه . تا وویل هیواد ته ځئ غواړئ خپله پوهه او تجربه هلته وازماېئ او له هیواد او اولس سره خپله مینه په واقیعت واړوئ. ما دې ددې ارادې او پریکړې  هرکلی وکړ. یوه خبره مې هم ونه کړه ، ځکه هیواد مور بولم او د مور مینه هیڅ شی نشي نیوی.
 
ما ته نه یوازې ستا غیا بت ګران وو ، د دریو کوچنیانو پالنه هم را غاړې وته . خو تا نه یوازې له ما سره خیانت ته لاس واچاوه ،هغه مینه دې هم ونه پالله دکومې په پلمه چې دې له ما اوږد رخصت واخیست. زه دې دهغې ډمې((لیلا)) سره د خوبونو او شپوله ټولو کیسو خبره شوې یم ، له دې هم خبره یم چې څنګه دې په پاریس کې وغولولم چې بیرته سده افغانستان ته ځې خو ته لندن ته لاړې او پوره یوه اونۍ دې په هوټل کې له لیلا سره واړول . پوهیږم اوس دې له لیلا مخ اړولی ځکه هم تا او هم هغې نوی یاران میندلی دی . ما کولی شو خپل خیانت دروبخښم ځکه ته زما لومړنۍ مینه او زما د اولادونوپلار وی. خوته اوس یوې داسې مینې په مخه کړی ېې چې دهیچا او هیڅ شی سره د خیانت پروا نه لرې او هغه دپیسو او قدرت مینه ده. ته اوس دمرداریو په ډنډکې غوپې وهې . زه نه غواړم دهغومرداریوبوی خپل کور او بچیانو ته راوړم .  زه دې د نوی کور له رانیولو هم خبره یم. په دې هم خبره یم چې ولې دې له ما پټ سا تلی دی؟ ستا له خوا راغلې پیسې چې د مختلفو کسانو له ادرسو دې رالیږلی ټولې راسره دی. په پیل کې مې فکر کړی ووچې دا به دې تنخوا وی خو وروسته پوه شوم چې دا ستا دتنخوا درې چنده زیاتې دي . کله چې دې له کوره خبره شوم، پوه شوم چې لوېې غلا ته دې لاس اچولی دی. ځکه نو زه هغه مردارې پیسې هم بیرته درسپارم . زه نه غواړم په ارامو پیسو خپل اولادونه رالوی کړم. 
 
ښه دي، چې دلته دواړه کورونه مې پخپل نا مه دی، دریم کور هم یوه اونۍ دمخه دپلار میرا ث کې راورسید، . دری اولاده او درې کوره . 
پرون مې وکیل ونیو چې زما او ستا د طلاق دوسیه محکمې ته واستوي . په لنډو ور ځو کې به د هغه له خوا هم ایمیل درورسیږي. 
نوره ستا خوښه چې دا مساله څنکه څارې او پرمخ وړې ،خو ما سره دې د بیرته پخلاینې هرهڅه بې ګټې ده.
شازیه)
 
ریس چې څنګه وروستۍ کرښه ولوسته ، میزېې کلک په سوک وواهه ، لاسونه ېې د هغې ویرجنې میرمنې په څیر چې خاوند او یا ځوان زوی ېې په وینو لوند مخې ته کیښودل شي ، مخ ته ونیول سترګې ېې له اوښکو ډکې او سرې راواوښتې . راپا څید ، دلیونی په څیرپه لوی دوترکې لاړ او راغئ. لکه دوترچې سور تنوروی ، ټولې کړکۍ ېې پرانیستې . د لوېې پرانیستۍ کړکې سره ودرید. دسرک په سرېې یوه میرمن او درې کوچنیان ولیدل . ستونی ېې له ژړا را ډک شو . خپل میز ته راوګرځید. غوښتل ېې په چغو ، چغو وژاړي چې ناببره د تیلیفون زنګ راغئ . غوږۍ ېې پورته نه کړه ، د زنګ په بټن ېې ګوته کیښوده .د خدمتګارپرځای سکرترراننوت ، د ریس ژړغونې څیرې هک پک کړ، غوښتل ېې څه ووایی چې ریس وار دمخه وویل:
ـ سبا ته ما ته د پاریس ټکټ بوک کړه 
دسکرترخوله وازه پاتې شوه ،
ـ خیریت خو به وي سبا دې دوزارت خبر خپریږي ریس صاحب 
ـ چې د اولسمشرۍ خبر مې هم خپریږي ، پروا ېې مه کوه 
سکرترهیڅ ون ویل او د سرتیري په څیر ېې شاه ګرز کړل ، دهغه له وتلو سره سمدستي بیا د تيلیفون د زنګ شرنګا ګډه شوه ، تا به ویل د خبروحوصله ېې له لاسه ورکړې ده او یا ېې د نږدې خپلوان مړی په وړاندې پروت دی ، غوږۍ ېې بیا هم پورته نه کړه . سکرترساه نیولی په بیړه راننوت :
ـ ریس صا حب دا ځل غوږۍ واخلئ د اولسمشرۍ له ما ڼۍ دا دریم زنګ دی. 
په بیړه بل زنګ راغئ ، ریس زړه نازړه غوږۍ پورته کړه :
ـ بلې سلام
ـ سلام ،ولې دې غوږۍ نه اخیسته دا مې دریم ځل دی . 
ـ پوهیږم خوزه د خبرو نه وم 
ـ ولې ،ولې خدای دی نه کړي ؟ څه خبره شوې ؟
ـ له میرمن سره مې شخړه راغلې ؟ باید پاریس ته لاړ شم 
بل لوری وخندل :
ـ نو څه غواړی ؟
ـ طلاق 
ـ نو څه خو زړه ښځه به دې په ځوانه واوړي ؟ د هغه ځای ښځې هما غسې هم د ټینګې نه دی ، 
ـ خو ما هغه په مینه کړې وه 
بل لور بیا په کړس وخندل ـ
ـ تا یوه په مینه او ما درې، خودری واړه چې لاړې لاړې ، داښځې لکه ما هیان داسي دي ، ددوي راټینګول اسان نه دي اشنا.
لکه خبره چې ېې هیره شي ، غلی شو ، خو بیرته ېې وویل:
 
ـ ته پوهیږې ستا په لابی مې څومره تاوان شوی ؟ بله اونۍ پارلامان ته ورځې ؟
ـخو تر هغې بیرته راګرځم 
ملګری ېې وخندل :
ـ خوداسې ونشي ، په داسې حساس وخت کې دې تګ بله رسوایی جوړه نه کړي او دبل دوترپرځای زندان ته لاړ نشې
ریس غلی شو ، چورت کې لاړ،وبیرید ، په زړه ېې ګڼ فکرونه بارشو، له بل لورې بیا غږ شو
ـ څنګه غلی شوې ؟ 
ـ هیڅ، نه پوهیږم 
 
ـ ته باید په دې اوس پوهیدلی وي دلته چې سړي داسې زر پورته آسمان ته ختلی شې داسې زربیرته ځمکې ته راولیدلی هم شي.
ریس بې ځوابه شو :
ـ داسې خو ده 
ـ بس چې داسې ده ، له سفره تیریږه ، بیګاه ته ځان رارسوه چې یوه ډله وکیلان مې میلمانه دی.
ټیلیفون بند شو . ریس بیرته خپلې څنګلې په میز کیښودې ، مخ ته ېې لاسونه ونیول ، او ورپیښې ستونزې ته د حل په لارېې له ځانه سره کرل ریبل پیل کړل . له څه شیبې فکرونو ېې بیا د زنګ په بټن ګوته کیښوده ، خدمتګارلا دریدلی نه ووچې ورغږ ېې کړ:
ـ سکرتر
سکرترلکه بادراورسید، ده ورغږکړ:
ـ اوس له ټکت نه تیر شه
سکرترد سرتیری غوندې لاس په سینه کیښود:
ـ ښه صیب 
شاګرزشو ،بیرته په منډه له دروازې ووت.ریس هم په کوټبند کې راځوړنده کرتۍ واغوسته ، له دوتر ه ووت چې بیګا نۍ مهې میلمستیا ته ځا ن ورسوي.