روهي ( نۍ/۱۲ د تلې )، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ وايي، د خبرو په سر به ضرور اختلافات موجود وي، چې دا د خبرو اصل دی او د همدې اختلافاتو لپاره ډلې د خبرو لپاره سر کیني او د مسایلو د هوکړې په سر بحث کوي.
د نوموړي په خبره، مونږ ډاډمن یو چې ژر به یوې هوکړې ته ورسیږو او په همدې موخه خبرو ته حاضر شوې یو، ترڅو چې ستونزې هوارې کړو.
په ورته مهال په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري هم په خبرو کې ځنډ د اندېښنې وړ نه بولي، د نوموړي په خبره ډیری مسایل حل شوې او په وروستیو څو یې بحثونه روان دي.
د نادري په خبره، چې ځیني وخت پلاوي په خپلو منځونو کې د راتلونکو ناستو لپاره مشوره کوي نو ځکه د غونډو د ځنډیدو سبب شي، نوموړي ویلې، د خبرو پر دوام به د دوی ټینګار بیا هم په اوربند وي.
وروستي