اتمر: د طالب بندیانو له خوشي کیدو وروسته هم طالبانو خپل مسؤلیتونه نه دي ترسره کړي

روهي (نۍ/۱۲ د تلې)، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وایي، چې طالبانو د خپلو بندیانو له خوشې کیدو پروسې له بشپړیدو سربیره هم خپل مسؤلیتونه نه دي ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلې، چې د بهرنیو چار وزیر حنیف اتمر د شانګهای سازمان سفیرانو ته د مخامخ خبرو د پیل، د پخلاینې په هکله د ملي اجماع او د افغانستان د سولې له پروسې سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په ګډون د سولې په پروسه کې د مثبتو پرمختګونو په اړه د مختلفو هېوادونو د استازو ته په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په اړه معلومالوت ورکړل.

د شانګهای سازمان له سفیرانو سره په کتنه کې پرون حنیف اتمر د افغانستان د سولې خبرو اترو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتیدل او د اجنډا په سر د هوکړې ځنډ سربېره، ننګونې او خنډونه په ګوته کړل.
نوموړي په هیواد کې د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې سره، د تاوتریخوالي کمښت او نظارت په هدف د "نه جنجالي میکانیزم" جوړولو غوښتنه وکړه.

په لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل چې په دا ډول میکانیزم د حکومت او طالبانو ترمنځ هوکړه شوې ده.

ښاغلي اتمر د افغانستان د سولې خبرو کې د اسلامي کنفرانس د سازمان د سولې هلو ځلو په هڅه کې د حکومت د نوښت په اړه هم خبرې وکړې، په ځانګړي توګه د خبرو اترو اړخونو ته د ماهرو اسلامي مشورو ورکولو په برخه کې.

د شانګهای سازمان سفیرانو د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو له پېل څخه ملاتړ څرګند کړی، او په تېرو کالونو کې یې د افغانستان حکومت لاسته راوړنې ستایلې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201003_074708_724.sdoc-->