چارواکي د امریکايي سرتېرو په منځ کې د ځان وژنو پېښو اندېښمن کړې دي

روهي ( جمعه/  ۱۱ د تلې)، د امریکايي پوځیانو په منځ کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي، د شمېرو له مخې چې سږ کال د پوځیانو د ځان وژنې په پېښو کې دېرش سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

د چارواکو په خبره، چې په جګړيزو سيمو کې د پوځيانو ګومارنه، له طبيعې افتونو سره مبارزې او په وروستیو کې د امريکا په ښارونو کې د نا امنیو پېښو زیاتیدل په وروستي کال کې د پوځیانو د ځان وژنې ستر لاملونه بلل کیږي.

د پوځیانو د ځان وژنې پېښو امریکايي چارواکي اندېښمن کړې او دې ستونزې ته د حل لارو په لټه کې دي، د دوی په وینا غواړي په یو ځای د پوځیانو اوږده ماموریتونه په لنډ مهالو بدل کړي او ورسره به د دوی روغتیا ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.