ارارات میرزویان: افغانستان دې له ډله ییز امنیتي تړون وایستل شي

روهي ( جمعه/۱۱ د تلې)، وروسته له هغه چې افغانستان د نګورنو-قره باغ سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په ښکېلتیا کې د اذربایجان طرف ونیوه، اوس د ارمنستان د پارلمان مشر ارارت میرزویان د ډله ییز امنیتي تړون د افغانستان د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د میزان په اوومه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نګورنو-قره باغ سیمه کې د جګړو د ژر دریده غوښتنه کړې وه او په سیمه کې یې د اذري حکومت په طرف ملاتړ څرکند کړی و.

افعانستان چې د ډله ییز امنیتي تړون څارونکی دی اوس د ارمنستان پارلمان مشر ددې سازمان رسماً غوښتې چې افغانستان له دې تړون وباسي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201002_131056_296.sdoc-->