لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۰۸۸ قضیې ثبت او څېړلې دي

روهي (جمعه/۱۱ د تلې)، په تېرو وروستیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي له ۲ زره ډېر قضیې ثبت شوې دي.

په همدې تړاو پرون د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي د یوې خبرې غونډې پرمهال ویلې" دوی د ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۰۸۸ قضیې رسیدلې چې د ښځو په وړاندې یادو قضیو کې له جنسي تیري، ځورونې، په ناخوښه توګه وادونو ته مجبوریدو تر څنک نور د تاوتریخوالي بېلابېل موارد شامل دي.

رسولي زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي یادو قضیو ته یې په وخت رسیدګي کړې او د اکثره پېښو عاملان نیول شوې دي.