د پاکستاني ځواکونو ۳ هندي پوځیان وژلي دي

روهي(جمعه/۱۱ د تلې)، د کشمیر سره په پوله د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې درې تنه هندي پوځیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د هندي پوځ ویاند راجیش کلیا ویلي، شپږو پوځیانو ته ‌یې کوپواړې سیمې ته نږدې پر شمال ختیځه نوګرام سیمه د پاکستاني پوځیانو د هاوان او نورو وسلو ویشتلو وروسته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

د پوځ ویاند زیاته کړې، چې دوو نورو هندي پوځیانو ته‌ یې تېره شپه په پونچ سیمه کې مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې پاکستان پرون په اسلام اباد کې د هند یو ډیپلومات له اوربند د سر غړونې په خاطر د بهرنیو چارو وزارت ته اخضار کړی او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړی دی.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201002_104501_170.sdoc-->