زلمي خلیلزاد دوحه کې له ملا برادر سره کتلې دي

روهي ( جمعه/ ۱۱ د تلې)، په قطر کې د افغان سولې خبرو د مرکچي ډلو ترمنځ د خبرو له ځنډ وروسته زلمي خلیلزاد دوحې ته سفر کړی، نوموړي له سفر وړاندې ویلې و" یو ځل بیا د افغان سولې پرمختګ لپاره د قطر او سیمې هېوادونو ته سفر کوي".
 
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته د خپل تازه سفر په ترڅ کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي دي، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې هوکړې پر عملي کولو بحث او ټینګار کړی دی.
 
خلیلزاد داسې مهال قطر ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو له سیاسي مشرتابه سره کتلي، چې د سفر دمخه يې د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم او ځینو افغان سیاستوالو امریکا تورنه کړې وه چې خنډونه دې نه جوړوي او افغانان دې خپلو