امریکا د سولې بین الافغاني خبرو کې لاسوهنه کوي

روهي ( جمعه/۱۱ د تلې)، پخوانی طالب چارواکی  او د افغانستان د خلاصون شورا مشر سید اکبر اغا وایي، امریکا د افغان سولې په پروسه کې د لاس وهنې هڅه کوي ترڅو د افغانانو ترمنځ خبرې ناکامې کړي. 

پرون نوموړي په مزار شریف کې یوې غونډې ته په خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو په مرکچي ډلو غږ کړی چې، بايد د سولې رامنځته شوی فرصت دې له لاسه نه روکوي او ژر تر ژره دې د خبرو پر سره هوکړې ته سره ورسیږي. 

نوموړي غونډ ته په خپلو خبرو کې په امریکا تور پورې کړی چې د افغانانو ترمنځ د روانو خبرو په دوام هڅه کوي ترڅو خنډونه جوړ کړي،او د افغانانو ترمنځ روانې خبرې بې باوره کړي ترڅو په دې توګه دنیاوالو ته وښیي، چې افغانان سوله نه غواړي.

اکبر اغا په قطر کې د دواړو ډلو ترمنځ د خبرو دریدو ژر پیل غوښتنه کړې او وايي، د تماس ډلې دې ژر ستونزې هوارې کړي ترڅو په هېواد کې د روانې جګړې د اوږدیدو مخه ونیول شي.