د اروپا پارلمان د تاوتریخوالي له غندلو سره د سمدستي اوربند غوښتنه کوي

روهي ( پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، د اروپا پارلمان په تیرو څو اونیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلې او په ټولو ښکېلو اړخونو یې غږ کړی چې ژر تر ژره اوربند وکړي.

د اروپا پارلمان لخوا په خپره شوې اعلامیه کې دد پارلمان غړو ویلې: "موږ د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو اترو له پېل څخه هرکلی کوو؛ د سولې یوه هر اړخیزه پروسه په افغانستان کې د ثبات، امنیت او سولې راوستو لپاره د څلور لسیزو جګړو او مرګ ژوبلې پای ته راسولو یواځنی لاره ده".

د اروپا پارلمان د افغانانو ترمنځ د افغانستان سولې لپاره خبرې کلیدي بللې او په دې برخه کې یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی؛ د پارلمان غړو په خبرو کې د ټولو سیاسي ډلو او مدني ټولنو، په شمول د افغان میرمنو، ځوانانو او لږکیو په ګډون ټینکار کړی.

د اروپا پارلمان په دې نازک وخت کې له دواړو خواو غوښتې ګې باید ثبات ته پام وکړي.
د اروپا پارلمان په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي غندنه کړې او په ټولو ښکېلو اړخونو یې د سمدستي اوربند غږ کړی.

د اروپا پارلمان د اعلامیې په وروستیو کې یو ځل بیا په افعانستان کې د دیموکراسۍ، بشري حقونو، د قانون حاکمیت، ارزښتونو ساتلو، د خلکو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو په رامنځته کولو سره د سولې له پروسې د ملاتړ ترڅنګ دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځه کولو ته چمتولی ښودلی.