دوحې ته د خلیلزاد سفر: خو طالبان وايي هېڅ منځګړي ته اړتیا نشته

روهي ( پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، له هغه وروسته چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دواړو ټيمونو سره د خبرو په موخه دوحې ته تللی، د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلې، د خبرو د حل لپاره هېڅ منځګړي ته اړتیا نشته.

د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ وايي، چې د افغانستان د څلوېښټ کلن جنګ د ختم لپاره خبرو ته اړتیا ده، چې په خبره یې دواړه خواوې باید حوصله ولري؛ نوموړي زیاته کړې د ستونزو حل د لنډو ورځو کار نه دی چې په میاشت یا شلو ورځو کې دې دې پرې هوکړه وشي، خو وايي هیچاته به د هېواد په کورنیو چارو کې د لاس وهنې اجازه ورنکړي.
 
په ورته وخت کې دوحې ته د خلیلزاد له سفر سره همهاله په افغانستان کې د امریکا سفارت ویلې چې نه غواړي د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د ستونزو په اړه ځانونه ښکېل کړي؛ په همدې تړاو په کابل کې د متحده ایالتونو سفیر راس ویلسن ویلې" مونږ او زمونږ همکاران ګډ کار ته چمتو یو، خو د خبرو پرمهال د ستونزو حل کې علاقه نه لرو؛ خو د اړتیا په صورت کې د دواړو خواو مرستې ته اماده یو".

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د افغان سولې پر سر له خبرو شل ورځې تیریږي خو لا هم له امریکا سره د طالبانو هوکړه او حنفي فقه د دواړو ډلو ترمنځ د جنجال ټکي دي چې د هوکړې مخه یې نیولې ده.

بلخوا دوحې ته د زلمي خلیلزاذ تازه سفر په افغانستان کې هم ګڼ غبرګونونه راپارولې دي، چې په همدي موخه ځینو افغان چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د سولې خبرې باید له بهرني فشار پرته مخکې یوړل شي خو دوی دې چارې بې باوره کړې دي.

په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرو افغانان د سولې راتګ ته هیله من کړې دي خو په هېواد کې د جګړې شدت ورځ تر بلې په زیاتیدو دی او خلک له دواړو خواو  ستونزو ژر تر ژره  حل غواړي.