ولې ډېری کسان په خوب کې خریږي؟ لاملونه یې دلته ولولئ


ډېری کسان په خوب کې خریږي، چې د خریدو له امله ډېر نا ارامه خوب لري یا هم د نورو کسانو خوب ورته نا ارامه کوي. دا چې ولې خریږي او دا خریدل انسان ته زیان هم لري که نه؟ په دې اړه به له تاسې سره ځینې معلومات تاسې ته وړاندې کړم.

خریدل ډېری وخت کومه جدی ستونزه نه ګڼل کېږي او ډېری کسان خریږي. خو ځینې وختونه بیا ستونزې رامنځته کوي.

په نارینه وو کې  د ښځو پر پرتله خریدل ۵۰ سلنه امکان لري، چې دا خریدل ځینې وخت د یوې خطرناکې نارغۍ نښې دي. د دې ناروغۍ جدي حالت د خوب په وخت کې د سا بندیدل دي. په دې ناروغۍ کې هغه کس چې خریږي؛ کېدای شي له څو ثانیو نه تر دو دقیقو پورې یې ساه بنده شي. په داسې حالت کې نومړی کس د اکسیجن له کموالي سره مخ کېږي او تر دوه ورځو پورې سر درد لري او ځان ستړی احساسوي. داسې پېښې ځینې وخت کېږي؛ چې ځینې وختونه د بې خبره مرګ لامل هم کېږي. د خوب په وخت کې د ساه بندیدل ځینې وختونه د نورو ناروغیو له امله هم وي: لکه د وینې لوړ فشار، پنډي یا چاًقي، د زړه ناوغۍ یا هغه کسانو چې مغزي سکته کړي وي هم په خوب کې خریږي. ځینو څېړنو دا هم ښودلې چې د دیابت یا شکر ناروغان هم د خوب په وخت کې خریږي.

یو کس هغه وخت خریږي، چې نرم تالو ولړزیږي او د هوایي کڅوړې هوا سږو ته و نه رسېږ او یو څه بنده سي په دې وخت کې خریږي. دا خالت هغه وخت را منځته کېږي، چې د تنفس دهوا لارې د خوب په وخت کې تنګې سي یا په دې برخه کې اضافي غوښه، غوړ یا څه وي چې د هوا د جریان د مخنیوي لامل سي چې د ساه له بندیدو سره هغه کس خریږي.

دا لاملونه هم په خوب کې د خریدو لامل کېږي: لکه: د مشروباتو کارول د ځینې درملو زیات کارول لکه: د خوب د درملو کارول، د زکام د درملو کارول او د انتي هستامین کارول د دې لامل کېږی، چې خوب کې وخریږئ. نا منظمه ویده کېدل هم د دې لامل کېږي، چې تاسې په خوب کې وخریږئ، لکه: پر ډېر نرم بالښت ویده کېدل یا هم پر ډېر لوړ بالښت ویده کېدل، شاه پر تخته ویده کېدل دا هغه لاملونه دي، چې په خوب کې د خریده کېدو لامل کېږي.