روهي ( پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په دوحه کې د دواړو خواو ترمنځ ځنډېدلې خبرې کومه جدي ستونزه نه ده.
نوموړي زیاته کړې، د خبرو پرمهال به ستونزې او محالفتونه وي، خو دا په دې مانا نه ده چې ګوندې خبرې به پایلې ته راسیږي؛ دده په خبره مونږ د خبرو له لارې په هوکړه باوري یو ترڅو د افغانستان څلویښت کلنه جګړه پای ته ورسیږي.
د قطر دفتر ویاند وایي باید ټول حوصله ولرو ترڅو یوې پایلې ته ورسیږو؛ نوموړي په قطر کې د خبرو د بیا پیل په اړه څه نه دي ویلې، خو په وینا یې تمه ده چې ژر به ستونزې هوارې او ټول به یوې هوکړې ته ورسیږو.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201001_155950_262.sdoc-->
وروستي