عبدالسلام ضعیف: حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او همدا علت دی چې طالبان اوربند نه کوي

روهي ( پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، د طالبانو حکومت پخواني چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف تازه یوه مرکه کې ویلي، طالبان په افغان حکومت بې باوره دي او اوربند ته به زړه ښه نه کړي.

د نوموړي په خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پرمهال افغان حکومت په خپلو تېر ژمنو کې پاتې راغلی او اوس طالبان په دې باور دي چې افغان حکومت به بیرته له ژمنو په شاه شي او همدا وجه ده چې اوربند ته زړه نه ښه کوي.

ضعیف زیاته کړې افغان حکومت د بندیانو په خلاصون کې خنډونه جوړول او همدا علت شو چې طالبان جګړو ته شدت ورکړي؛ نوموړي طالبان اوس یوه نړیواله مطرح شوې ډله بللې او زیاتوي چې اوس د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا نه لري.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201001_153051_806.sdoc-->