هلمند کې موټر بم برید ۹ کسان وژلي

روهي(پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، د هلمند ولایت سیمه‌یز چارواکي وایي په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو یوې قرارګاه ته نږدې موټر بم شوی چې له امله یې څلور ولسي وګړي او پنځه امنیتي ځواکونه وژل شوې دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، پېښه تېره شپه ددې ولایت ګرشک ولسوالۍ په وزیر مانده سیمه کې شوې ده چې د ۹ کسانو وژل کیدو ترڅنګ د یو ماشوم په ګډون ۳ سرتېري پکې ژوبل شوې دي.

د نوموړي په خبره، په پېښه کې د ټپیان وضعیت ښه دی خو د برید مسؤلیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201001_150141_250.sdoc-->