د ډاکټر نجيب الله پلويانو څرک نشته؛ د لويې جرګې تالار د ګلبدين حکمتيار کسانو له خوا بند شوی

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، ټاکل شوې وه چې نن ورځ به د لويې جرګې په خيمه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله ۲۴ تلين غونډه وشي، خو نن سهار وختي د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي کسان د لويې جرګې تالار مخې ته راټول شوي دي. 

د ګلبدين حکمتيار کسان وايي چې دوی به اجازه ورنه کړي چې د لويې جرګې په تالار کې د ډاکټر نجيب الله تلين غونډه جوړه شي. ياد کسان د شينو بيرغونو سره د تالار پر وړاندې ولاړ دي، او د ډاکټر نجيب الله ضد شعارونه ورکوي. 

له سيمې د روهي خبريال وايي چې تر اوسه د ډاکټر نجيب الله ملاتړي نه ښکاري او د ناستې لپاره هم کوم تياري نه تر سترګو کيږي. تېره شنبه د ډاکټر نجيب الله پلويانو ګواښ کړی وو چې نن ورځ به د ډاکټر نجيب الله د ۲۴ تلين غونډه د لويې جرګې په خيمه کې جوړوي. 

تېره ورځ ولسي جرګه کې هم د وکيلانو ترمنځ لفظي شخړې شوې؛ يو شمېر وکيلانو د ډاکټر نجيب الله له تلين غونډې سره مخالفت ښوودلو او يو شمېر نورو بيا غونډې او ناستې جوړول د هېواد د اساسي قانون اړوند د هر افغان حق بللو.