روسیې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، روسیې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې ده؛ په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د سولې روان فرصت دې نه ظایع کیږي او د جګړې د کمښت لپاره دې جدي پام وشي.

ژیرنوف د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د افغان سولې له پروسې د روسیې د ملاتړ ډاډ ورکړ او د جګړې د ختم یواځنی لار یې خبرې وبللې؛ د نوموړي په خبره چې روسیه هڅه کوي ترڅو د افغانانو ترمنځ د خبرو په بریا کې مهم رول ولوبوي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د بهرنیو چاور وزیر د افغان سولې په برخه کې د روسیې له تېرو همکاریو مننه وکړه او په دې پروسه کې یې د روسیې رول مهم وبله.

روسیه داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېریدو اندېښنه څرګندوي چې تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما او د ناټو ملکي استازي په دې هېواد کې د ولسي وګړو په مرګ-ژوبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.