د دولت مذاکراتي ډلې د اسلامي علماوو له مشر سره کتلې دي

روهي ( پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، د افغانستان مذاکراتي ټیم پرون چهارشنبه د قطر په پلازمینه دوحه کې د اسلامي عالماو نړیوال سازمان له مشر احمد الریسوني سره په لیدنه کې د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزار په یوه بیان کې ویلې، الریسوني د افعان دولت مذاکراتي ټیم ته د سولې په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ترڅنګ د افغان سولې له پروسې بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

په دې لیدنه کې الریسوني ویلې" مونږ د افغانستان په تړاو هیله لرو ترڅو د اسلامي نړۍ هېوادونو ترمنځ یوه نمونه شي".

په همدې حال کې د دولت مذاکراتي ټیم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو په اړه توضیحات ورکړل او بریا هیله یې څرګنده کړه؛ د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي د اسلامي عالمانو په نړیوال سازمان غږ وکړ چې د افغانستان د سولې خبرو اترو بشپړ ملاتړ لپاره له خپل دریځ څخه کار واخلي ترڅو موږ ژر تر ژره په افغانستان کې اوربند ته ورسیږو، د افغانانو وژنه ودرو او په افغانستان کې د وینو تویدو مخه ونیسو.

د اسلامي عالمانو د نړیوال سازمان د دارالانشاء مشر علي علي محی الدین د افغانانو ۵۰ کلنې پېژندنې په اشارې وویل،"افغانستان د امام ابو حنیفه ټاټوبی دی"

د اسلامي عالمانو نړیوال سازمان په ۱۳۸۳ کال په قطر کې تاسیس شو.

دا سازمان د نړۍ په ۹۳ اسلامي هیوادونو کې څانګې لري او د ۲۵۰ اسلامي نهادونو لخوا ثبت شوی سازمان دی؛ دا اداره په اسلامي نړۍ کې د واک مقام لري او د مختلفو هیوادونو مهم مسایل دې ادارې ته وړاندې کیږي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201001_070720_592.sdoc-->