ناټو په افغانستان کې ژر تر ژره د روان تاوتریخوالي بندیدل غوښتې

روهي ( پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، له هغه وروسته چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی په دې هېواد کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې اندېښمن کړی؛ د نوموړي په خبره چې هره میاشت ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او ناټو د جګړې د ښکېلو خواو لخوا دا عمل په کلکو ټوکو غندي.

په کابل کې د ناټو استازي تازه په خپل ټوېټ پیغام کې ویلې، چې نور دې د جګړې اړخونه د ولسي خلکو ژوند ته جدي پام وکړي او د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د زغم وړ نه ده؛ د هغه په وینا ټول افغانان اړتیا لري چې د سولې ګټې احساس کړي او په لیدلوري یې باور ولري.

داسې مهال چې په قطر کې د افغان سولې پر سر له خبرو نږدې درې اونۍ تیریږي خو په افغانستان کې جګړو زور اخیستی چې د نورو بریدونو ترڅنګ د سړک غاړې ماین چاودنو کې هره ورځ د امنیتي مسؤلینو ترڅنګ ګڼو ولسي خلکو ته مرګ-ژوبله اوړي چې افغانان یې له سخت ویرونکي حالت سره مخ کړې دي.
تر دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر یوناما هم د لارو په سر د ماین چادونو سخته اندېښنه ښودلې او د شمېرو له مخې چې تېره اګسټ میاشت کې د لارو په سر ماین چادونو ۱۰۰ ولسي وګړو
ته مرګ ژوبله اړولې ده.