طوفان هریرود د غوره لیګ دوهمه بریا ترلاسه کړه

افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو نهم پړاو لوبو پر دوام خپله دویمه لوبه نن چهارشنبه له موج های امو لوبډلې وګټله.

طوفان هریرود له موج های امو د ۴-۱ په مقابل کې له ننۍ بریا سره وکولی شول ترڅو په سیالیو کې د مخکې تګ چانس لا ډېر کړي.

د فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام به سبا د شاهین آسمایي لوبډله د عقابان هندوکش پر وړاندې لوبه وکړي.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ نهم پړاو د اتو لوبډلو ترمنځ تېره پنجشنبه په کابل کې پیل شوی او تر اوسه ټولټال پنځه لوبې ترسره شوې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200930_225626_603.sdoc-->