د ملي پخلاینې شورا مشر بېرته هېواد ته راستون شو

روهي ( څلور نۍ/۹ د تلې)، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان ته له درې ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو.

ډاکټر عبدالله پاکستان ته د خپل سفر پرمهال ددې هېواد له لومړي وزیر عمران، د ولسمشر علوي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ترڅنګ له ګڼو نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل.

د پخلاینې عالي شورا مشر تېره دووشبنه په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی و چې موخه یې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان ملاتړ ترلاسه کول و.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200930_221643_888.sdoc-->