ارمنستان د ترکیې جیټ الوتکې راغورځولو خبرادری ورکړی

روهي ( څلور نۍ/۹ د تلې)، ارمنستان وایي، په نګورنو قره‌باغ کې یې د جګړې پر مهال د ترکیې یوه جیټ الوتکه رانسکوره کړې ده. د

د ارمنستان دفاع وزارت خبرادری ورکړی، چې د ترکیې یوه ایف-۱۶ ډوله الوتکه یې د ارمنستان په خاوره کې د دغه هېواد ایس یو – ۲۵ الوتکې له لوري په نښه شوې او را نسکوره کړې ده.

د ارمنستان له لورې د ترکیې الوتکې ویشتو ادعا ترکیې رد کړې ده، خو د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شروع شوې جګړه کې یې یو ځل بیا د اذربایجان ملاتړ کړی

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په جنجالي سیمه نګورنو قره‌باغ کې له تېرو څو ورځو سختو نښتو په پایله کې د ارمنستاني سرتېرو په ګډون تر ۱۵۰ ډېرو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200930_144314_627.sdoc-->