عبدالله عبدالله د سفر په وروستۍ ورځ د پاکستان له ولسمشر سره کتلې دي

روهي ( څلور نۍ/۹ د تلې)، د مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان په سفر بوخت دی چې نن یې د خپل سفر په دریمه ورځ ددې هېواد له ولسمشر سره کتلې دي.

د پاکستان ولسمشر، عارف علوي د ملي مصالحې عالي شورا له مشر، عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د افغان سولې له بهیر ملاتړ کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په لا پراختیا ټینګار کړی نوموړي په افغانستان کې د امنیت په اړه ویلې"موږ افغانستان کې د سولې او ټيکاو غوښتونکي یوو".

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله تېره دووشنبه په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی چې ددې هېواد لومړي وزیر ترڅنګ یې ګڼو نورو سیاستوالو سره د سولې بهیر او دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیت په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړی به نن په دې هېواد کې د سفر په وروستۍ ورځ د علماو شورا له غړو سره وګوري.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200930_132338_754.sdoc-->