ټرمپ: د ټاکنو پایلې یې که په ګټه نه وې د منلو نه دي ورته

روهي ( څلور نۍ/ ۹ د تلې)، د امریکا ولشمسر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلې، چې په ټاکنو کې له ماتې وروسته پایلې نه مني او له سترې محکمې به مرسته وغواړي؛ نوموړي یادې څرګندونې د خپل سیال نوماند جوبایډن سره په لومړنۍ ټاکنیزه مناظره کې کړې دي.


د امریکا انتخاباتو ته څو اونۍ پاتې دي او نن سهار دواړه مخکښ نوماندان په اوهایو کې په لومړنۍ ټاکنیزه مناظره کې سره مخ شول، چې تر ډېره یو بل ته پکې سخت او پوچ الفاظ وکارول شول.


په ننۍ مناظره کې د دواړو لوریو ترمنځ تر ډېره تمرکز د امریکا په داخلي مسایلو و، او ټرمپ ډیموکراټان په ټاکنو کې د پراخو درغلیو په پلان کولو تورن کړل، چې له مخې یې د ټاکنو پایلو منلو ته چمتو نه دی.


بلخوا جوبایډن په ټرمپ تور پورې کړی چې خلک له ټاکنو زړه توري کوي او له خلکو یې په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کړې ترڅو د ټرمپ واکمنۍ ته د پای ټکی کیږدي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200930_101835_358.sdoc-->