ولسمشر غني یو ځل بیا په طالبانو د اوربند غږ کړی

روهي ( څلور نۍ/۹ د تلې)، ولسمشر محمد اشراف غني په دایکندي کې په ولسي خلکو له پرونۍ پېښې وروسته، د دا ډول پېښو دوام دواړو خواو ترمنځ د خبرو له دوام سره په ټکر کې بللی او یو ځل بیا یې په طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت او یو دایمي اوربند غږ کړی.


د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې جمهور ریس غني ویلې، "طالبانو ډله دې د سولې د مذاکراتو او د ولس غوښتنې ته د درناوي او د وینې بهېدنې او افغان وژنې د مخنیوي په موخه له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او دایمي اوربند دې ومني".


ارګ داسې مهال یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې، چې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې او پرون د دایکندي په صوفي کارېز سیمه کې د ولسي وګړو په موټر چادونه کې ۱۴ کسان ووژل شول.