زلمی خلیلزاد دوحې ته ځي؛ هلته لا هم د افغانانو ترمنځ د خبرو په سر د اختلاف ټکي نه دي حل شوې

روهي (څلور نۍ/۹ د تلې)، د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تازه په خپل ټوېټ پیغام کې ویلې، چې د افغانانو ترمنځ د سولې روانو خبرو او افغان سولې په تړاو دوحې او سیمي هېوادونو ته سفر کوي.

د نوموړي په وینا، چې د سفر موخه یې په سیمه کې د افغان سولې په اړه د تړلو هېوادونو سره خبرې او د افغانستان لپاره د اقتصادي او پرمختیایي ملاتړ ترلاسه کول دي.

خلیلزاد دوحې ته د خپل سفر په اړه ویلې، هڅه به وکړي ترڅو د دواړو ډلو ترمنځ اختلافات ختم کړي او ژر د جګړې ختم د خبرو له لارې وشي؛ د نوموړي په خبره نړیواله ټولنه حالات څارې او ټول په تمه دي چې تاوتریخوالی کم او اوربند اعلان شي.

زلمي خلیلزا داسې مهال قطر ته د خپل سفر اعلان کوي چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ له خبرو نږدې درې اونۍ تیریږي خو لا هم اختلافات پای ته نه دي رسیدلې.