سیمرغ البرز د عقابان هندوکش لوبډله پنځه صفر له ماتې سره مخ کړه

روهي ( درې نۍ/۸ د تلې)، د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام څلورمه لوبه د هېواد د شمال زون استازې فوټبال سیمرغ البرز لوبډلې د عقابان هندوکش لوبډله د پنځه صفر په مقابل کې له ماتې سره مخ کړه


د نن ورځې په سیالۍ کې د سیمرغ البرز لپاره مسعود حنیفي یو او مصطفی رضايي او شکرالله کوهي دوه دوه ګولونه ترسره کړل.


سیمرغ البرز د سیالیو په لومړی لوبه کې په لوی توپیر بریا سره په خپل ګروپ کې له د شاهین اسمايي وړاندې او لومړی مقام لري.


د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پرمهال به سبا چهارشنبه طوفان هریرود او موج های آمو یو له بل سره ولوبېږي؛ چې طوفان هریرود خپله لومړی لوبه کې د اباسین څپې په وړاندې بریا خپله کړې وه.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200929_211949_627.sdoc-->