د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه دریمې ورځې ته غځیدلې ده

روهي ( درې نۍ/ ۸ د تلې )، د راپورونو په بنسټ د ارمنستان او اذربایجان سرتېرو ترمنځ په نګورنوـ قره باغ سیمه کې جګړو زور اخیستی، د ارمنستان د دفاع وزارت وايي په نګورنو قره باغ سیمه کې د تازه بریدونو پرمهال ۲۶ نور پوځیان هم وژل شوې ، چې ورسره د ټولو وژل شویو پوځیانو شمېر ۸۴ تنو ته ورسید.

بل خوا د تازه نښتو په اړه د اذربایجان دفاع وزارت وايي، چې د مقابل لوري له طرفه په توغول شویو توغندیو کې شپږ ولسي وګړي وژل شوې دي.

د اروپايي ټولنې په ګډون امریکا، روسیې او ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ  د وروستیو نښتو ژر تر  ژره بندیدل غوښتې او ملګرو ملتونو  ویلې د وضعیت د څېړنو وروسته به خپله پریکړه اعلان کړي.