د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره ښايي په عراق کې امریکايي سفارت وتړي

روهي ( درې نۍ/۸ د تلې)، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي ټیلفوني خبرو وروسته یو شمېر امریکايي رسنیو راپورونه ورکړې چې امریکا غواړي په عراق کې خپل سفارت وتړي؛ خو امریکا لا هم په دې اړه کوم رسمي اعلان نه ‌دی کړی.

په عراق کې د امریکا د سفارت تړل کیدو راپورنه داسې مهال ورکول کیږي چې دې هېواد د ایران په ملاتړ ملیشې تورنې کړې چې په عراق کې د امریکا په سفارت بریدونه کوي او د عراق حکومت یې مخه نه نیسي.

د ایران په ملاتړ لاریون کوونکو د ۲۰۲۰ کال په پېل کې په بغداد کې د امریکا په سفارت وروسته له هغې ور ننوتل چې امریکايي ځواکونو د ملېشه ځواکونو په مرکزونو بریدونه وکړل.

په بغداد کې د امریکا سفارت د تړل کیدو خبر وروسته هغه ورکول کيږي، چې امریکا په دې هېواد کې د خپل سفارت د امنیت په تړاو اندېښمنه ده.