ناټو: مرستو ته به ادامه ورکړو خو چې حکومت د ټولو په خوښه وي

روهي ( درې نۍ/ ۸ د تلې)، د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وايي، ټول مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي، خو هغه وخت چې دلته د ټولو په خوښه حکومت جوړ شي.
 
سټیفانو پانتیکورو تازه په یوه مرکه کې ویلې، دلته باید لا ډېر پرمختګ ته لار هواره شي او طالبان باید دا ومني چې د شلو کالونو پرمختګونو شاته تګ ناممکن دی، او افغانان نور دا نه خوښوي.
 
نوموړي زیاته کړې، ناټو په افغانستان کې د هغه سولې ملاتړ کوي چې د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې پکې خوندي وي؛ هغه هېله څرګنده کړې د سولې روانې خبرې بریالی شي او په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمیدو سره د یو قوي حکومت جوړیدو ته لار هواره شي.