پاکستان: له افغانستان سره تړلې لارې به بېرته پرانیستل شي

روهي ( درې نۍ/۸ د تلې)، د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق تازه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د تورخم په ګډون به په کرښه د افغانستان سره ټولي ګډې لویې لارې پرانیستل شي.


نوموړي زیاته کړې، چې شنبه، سه شنبه، چهارشنبه او پنجشنبه به مسافر کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ وکړي خو په خبره یې پاسپورټ او ویزې شتون اړین دي.


پاکستان له افغانستان د کرونا وېروس د مخنیوي په نیت خپلې پولې تړلې وې خو تازه داسې مهال ددې هېواد چارواکي د لارو د بیا پرانیستو اعلان کوي چې د افغان مصالحې شورا مشر پرون په یو درې ورځني سفر پاکستان ته تللی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200929_101730_162.sdoc-->