پاکستان په خپلسري توګه ډيورڼد فرضي کرښې ته څېرمه  تاسیسات جوړوي

روهي (درې نۍ/۸ د تلې)، سره له دې چې په ډیورنډ فرضي کرښه پاکستان سره د افغانانو مخالفت موجود دی، خو پاکستانی حکومت په دې کرښه په خپل سري ډول لا هم د تاسیساتو  په جوړولو بوخت دی.

د ایرو ایشیا رېویو نشریې تازه په یو مطلب کې لیکلي، د افغاني حکومت له مخالفت ور اخوا هم پاکستان له تېرو څو کالونو راهیسې پر ډیورنډ کرښه تاسیساتو جوړلو ته ادامه ورکړې ترڅو په سیمه کې خپل کنټرول زیات کړي.

د سرچینې په خبره، چې د ۲۰۱۳ کال را وروسته تر اوسه د پولې په سر د مخالفتونو له وجې د بېلابېلو بریدونو پرمهال دوه سوه پاکستاني يوځیان وژل شوې دي.

ډیورنډ کرښه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ غېر رسمي کرښه ده، اسلام اباد تل کوښښ کړی ترڅو دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه ومنل شي  او په دې توګه یې په کرښه د تاسیساتو جوړیدو ته دوام ورکړی.