د کرونا وبا له امله نړۍ کې د مړینو شمېر له یو میلیون واوښت

روهي(درې نۍ/۸ د تلې)، د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې د کووېډ-۱۹ له امله د نړۍ په کچه د مړه شویو کسانو شمېر تر یو میلیون ورسید، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي شاید دا شمېر تر دې هم ډېر وي.

د شمېر له مخې دا مهال د کووېډ-۱۹ له امله په ټوله نړۍ کې ۱،۰۰۰،۵۵۵ کسان مړه شوې دي.

د کرونا وېروس د لومړي ځل لپاره تېر کال د چین په وهان ښار کې را څرګند او له بندیزونو سره سره په ټوله نړۍ کې خپور شو؛ چې د روغتیا نړیوال سازمان دا ناروغي د مارچ په میاشت کې یوه نړیواله وبا وبلله.

د راپورنو پر بنسټ ویل کیږي چې د کووېډ-۱۹ په تړاو اوسنۍ شمېرې شاید له هغو شمېرو کمې وي، چې په دې وېروس د اخته کسانو په اړه اعلان شوې او یا هم له دې ناروغۍ مړه شوې دي.

مایک ریان چې د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنیو پېښو ماهر دی تېره دوشنبه په جنیوا کې یوې غونډې ته ویلې:" نه شو کولی چې دا شمېرې په دقیق ډول محاسبه کړو خو زه ډاډ درکوم چې اصلي شمېرې له اوسنیو شمېرو ډېرې دي".

امریکا کې د کووېډ-۱۹ له امله د مړینو شمېره تر ټولو لوړه ده، چې تر دا مهاله یې هلته ۲۰۵،۰۳۱ کسان وژلي ورپسې برازیل کې ۱۴۲،۰۵۸ کسان، هند کې ۹۵،۵۴۲ کسان، مکیسکو کې ۷۶،۴۳۰ او انګلستان کې ۴۲،۰۹۰ کسان ددې وېروس له امله مړه شوې دي.