سپین غر بازانو د نهم پړاو غوره لیګ پېل په بریا سره وکړ

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام نن په دریمه لوبه کې سپین غر بازانو موجهای امو ته د یو صفر په مقابل کې ماتې ورکړه؛ او د سیالیو پیل یې له بریا سره وکړ.


د سیالیو په تېرو دوو لوبو کې لومړی طوفان هریرود له آباسین څپې او شاهین آسمايي له خپل سیال میوند اتلانو بریاوې ترلاسه کړې وې.


د افغانستان فوټبال غوره نهم پړاو سیالۍ تېره پنجشنبه په کابل کې پېل شوې، چې د سیالیو څلورمه لوبه به د سیمرغ البرز او عقابان هندوکش ترمنځ ترسره شي.