د پاکستان د اپوزیسیون مسلم لیګ(ن) ګوند مشر د اداري فساد په تور نیول شوی

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف ددې ګوند وروستی لوړ پوړی کس دی چې د پاکستاني حکومت لخوا د اداري فساد ضد مبارزه کې نیول شوی؛ شریف وروسته له هغه ونیول شو چې په لاهور کې یوې محکمې د هغه د ضمانت غوښتنه رد کړه.


پاکستاني چارواکو شهباز شریف، چې د حکومت اپوزیسیون مخکښ ګوند مسلم لیګ(ن) ګوند مشر دی، د اداري فساد په تور نیولی، چې دا د لومړي وزیر عمران حکومت لخوا ددې ګوند وروستۍ لوړ پوړی مشر دی چې نیول کیږي.


شریف دوشنبه د پاکستان د ختیځ ښار لاهور کې د لویې محکمې په تالار کې ونیول شو، له هغې وروسته چې محکمې یې د پیسو مینځلو په قضیه کې د ضمانت لپاره غوښتنه رد کړه.


شریف په ځان ټول تورونه رد کړي، او ادعا یې کړې چې هغه شتمني چې د پاکستان د احتساب ادارې نیب لخوا څېړل کیږي د هغه د خپلوانو په نومونو ده، او له دوی سره هېڅ تړاو نه لري.


شهباز شریف داسې مهال د پاکستاني حکومت لخوا نیول کیږي چې ورور یې، د پاکستان پخواني صدراعظم نوازشریف څو ورځې وړاندې له لندنه په یوه ویډيويي پیغام کې د پاکستان په پوځ تُندې نیوکې وکړې.


هغه د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت بې واکه بللی و.