ایران وایي حقیقت نه لري، مونږ له امریکا سره خبرې نه کوو

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکا سره یې خبرې نه دي کړې او نه هم اراد لري چې خبرې ورسره وکړي؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلې؛ چې امریکا تل ددې لپاره چې ایران ورسره د خبرو زړه ښه کړي څرګندونې کوي خو اصل کې دا هېڅ شی هم حقیقت نه لري.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره چې ټرمپ په دا ډول څرګندونو سره غواړي، ترڅو په راتلونکړ ټاکنو کې خپل ځان مطرح کړي او په دې توګه د امریکایانو پام د ځان په لوري کړي.


ایران داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې ځینو رسنیو د امریکایي چارواکو په حواله ویلې و، چې له ایران سره یې د یو دریم هېواد په مرسته د خبرو زمینه برابره کړې او دې برخه کې ځیني اړیکې هم نیول شوې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200928_163328_703.sdoc-->