سږ کال به د افغانستان د پنبې په حاصلاتو کې لس چنده زیاتوالی راشي

روهي(دوه نۍ/۷ دتلې)، د افغانستان کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې سږ کال به د نیمروز د پنبې حاصلات ۵۰۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.

ددغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې سږ کال به د نیمروز د پنبې حاصلات له ۵۶۰ ټنو نږدې ۵۰۰۰ ټنو ته ورسیږي چې دا د تېر کال په پرتله لس چنده زیاتوالی ښیي.

نوموړی زیاتوي:" سږ کال د نیمروز ولایت په دوه زره ۲۵۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې له دغو کروندو څخه به څه د پاسه ۵۰۰۰ زره ټنه مالوچ راټول شي، دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د نیمروز ولایت د پنبې حاصلات ۵۶۰ ټنه و."

د نیمروز سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پنبه کرل کیږي او د افغانستان کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبره چې د حاصلاتو د ډېروالي لامل بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سري تر څنګ د اړینو درملو ورکول په ګوته کوي.