عبدالله عبدالله په پاکستان کې د ای ایس ای له اصلي مرکز لیدنه کوي

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر نن په درې ورځني سفر پاکستان ورسید؛ نوموړی چې د پاکستان لومړي وزیر په بلنه اسلام آباد ته تللی هلته به د پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو او افغان سولې په اړه خبرې وکړي.


پاکستان ته د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله پلان شوې سفر په ترڅ کې به نوموړی د پاکستان لومړي وزیر، ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره له کتنو ور اخوا د ګڼو پاکستاني چارواکو سره وګوري.


د سفر پرمهال د نوموړي له مهال وېش معلومیږي چې، نوموړی به د ولسمشر غني څېر د ای ایس آی اصلي مرکز جي ایچ کیو ته هم لاړ شي، چې هغه مهال د افغان ولسمشر لخوا د ای ایس ای اصلي مرکز ته تګ د افغانانو سخت غبرګونونه را پارولې و.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200928_113803_080.sdoc-->