د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي خبرې به دوام لري تر هغه چې هوکړې ته نه و رسیدلې

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ وايي، د افغانانو ترمنځ د خبرو دواړو خواو تېر ماښام سره لیدلې او د وروستیو مسایلو د حل په سر خبرې شوې دي.

نوموړي ویلې،"دا ډول غونډې به تر هغې دوام وکړي ترڅو چې دواړه خواوې وروستۍ هوکړې ته ورسیږي او بیا به د خبرو اترو په اجنډا بحثونه پیل شي."


په قطر کې د حکومتي پلاوي غړی نادر ناري هم وایي چې تېر ماښام د تماس ډلو لخوا د وروستیو مسایلو د حل په سر بحث شوی او خبرې لا هم دوام لري؛ په قطر کې د دواړو ډلو ترمنځ تازه ناسته داسې مهال کیږي چې ویل کیدل تېرې څو ورځې د دواړو طرفونو ترمنځ غونډې ځنډیدلې وې.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200928_092630_774.sdoc-->