لا هم د دواړو خواو ترمنځ اختلافي مسایل نه دي حل شوې

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، د حکومت مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وایي، د دواړه خواو ترمنځ تازه ناسته شوې، خو په اړه یې پوره جزیئات نه دي ورکړې.


نادري وایي د دواړو پلاوو ترمنځ تېره شپه ناوخته ناسته شوې؛ نوموړي څرګنده کړې نه ده چې په تازه ناسته کې پر کومو مسایلو بحث شوی خو په خبره یې دواړه طرفونه خبرو ته دوام ورکوي.


د نوموړي په خبره، چې لا هم په اختلافي مسایلو خبرې روانې دي؛ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له تېرو څه باندې دوه اونیو راهیسې خبرې روانې دي، خو لا هم دواړه خواوې د مذاکراتو د اجنډا لپاره په تګلارې هوکړې ته نه دي سره راسیدلې.