راجستان رویلز د IPL په تاریخ کې تر ټولو لوړ هدف پوره کړ

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، د هند غوره لیګ سیالیو نهمه لوبه د راجستان رویلز او کینک ایلیون پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه؛ چې راجستان د پنجاب لخوا ورکړل شوی د ۲۲۴ منډو هدف د لوبې په ۱۹ اور کې ترلاسه کړ.


په بیګانۍ لوبه کې چې د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې لومړی توپ وهنه ترسره کړه په ټاکلو شلو اورونو کې یې د راجستان روېلز لوبډلې ته د ماینک اګروال د سلیزي او کپتان لوکش راهول د نیمه سلیزې په مټ د ۲۲۴ منډو ستر هدف کیښود.


د پنجاب د ۲۲۴ منډو ستر هدف په تعقیب د راجستان رویلز لوبغاړو ښه پېل وکړ او د IPL سیالیو په تاریخ کې یې تر ټولو د ډېر هدف پوره کیدو ریکارډ جوړ کړ،
چې د پنجاب لخوا ورکړل شوی ۲۲۴ هدف یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو د لوبې ۲۰ اور دریم بال ترلاسه کړ چې د راجستان لپاره په توپ وهنه کې سانجو سمسون ۸۵ لوکش ټویټا ۵۳ او کپتان سمېت ۵۰ منډې ترلاسه کړې.


د IPL سیالیو په دوام به نن مازدیګر د ویرات کوهلي په لوبډل مشرۍ کې بنګلور لوبډله د روهیت شرما په مشرۍ د ممبي انډینز لوبډلې خلاف سیالي ترسره کړي.