کاپیسا کې په دوو ښځو د جنسي تیري په تور ۷ کسان نیول شوې دي

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، د کاپیسا ولایت د ښځو چارو رئیسه وایي، چې دوه شپې وړاندې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په دوهمه ناحیه کې ۱۱ کسانو پر دوو نجونو ډله ایز جنسي تیری کړی.


شکیبا سیفي زیاتوي، چې د امنیتي مشکلاتو په اساس تر اوسه نه ده توانیدلې چې سیمې ته لاړه شي؛ د کاپیسا د ښځو چارو ریاست په وینا، د روان کال له شروع راهیسې تر اوسه په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا ۷۰ قضیې ثبت شوې دي، چې بېلابېل مسایل پکې شامل دي لکه: د ښځو وژنه، وهل ټکول او جنسي تیری.


د کاپیسا پولیس هم پیښه تاییدوي او وايي چې تر دې دمه ۷ تورن کسان نیول شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.


د کاپیسا د پولیسو ویاند، شیخ شورش ویلې: "د جنسي تیري په تړاو، موږ اوه کسان نیولې او لا هم څیړنې روانې دي ترڅو پېښه په جدي توګه تعقیب کړو او د پاتې کسانو نیولو هڅې هم روانې دي."


د جنسي تیري قرباني دواړه میرمنې له کابل څخه کاپیسا ته په لاره وې چې لومړی تښول شوې او بیا پرې د ۱۱ کسانو لخوا جنسي تیری شوی.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200928_064638_159.sdoc-->