حکومتي پلاوی: هیله من یو چې طالبان خبرو کې ښه نیت لري

روهي( یوه نۍ/۶ د تلې) په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړی عطاءالله لودین وایي، دواړه لوري په مهمو مسایلو خبرې کوي، ترڅو مخامخ خبرو ته لار هواره شي خو په وینا یې دا کار به وخت نیسي.


لودین زیاته کړې، خبرې سختې دي خو په حوصله یې مخکې وړي او د طالبانو لوري ته هم تمه لري چې ښو پایلو ته سره ورسیږو؛ د نوموړي په خبره د دواړو خواو ترمنځ اجنډا په داخلیدو سره به د افغان حکومت مرکچي پلاوي لومړی غوښتنه او ټینګار د تاوتریخوالي کمښت او اوربند وي.


نوموړي ویلې: "مونږ چې له کوم فکر، ارادې او نظر سره راغلي یو، هغه کې ډېر صداقت دی، ډېر اخلاص دی، زمونږ هدف همدا دی هرڅومره ژر چې امکان وي، دې هېواد کې جنګ ودرېږي او د ټولو لپاره عادلانه سوله راشي، تر کومه چې په مقابل طرف پورې اړه لري، مونږ پر هغوی هم ډېر بدګمانه نه یو"


د افغانانو ترمنځ په قطر کې له خبرو دوه اونۍ تیریږي، چې لا هم په ځینو وروستیو مسایلو هوکړه نه ده شوې؛ خو د حکومت مرکچي پلاوی هیله من دی چې ژر به پاتې جنجالې مسایل هم حل شي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200927_220402_636.sdoc-->