د ایران پوځ لوی درستیز اماراتو او بحرین ته ګواښ کړی

روهي(یوه نۍ/۶ د تلې)، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز بحرین او اماراتو ته ګواښ کړی که چیرته اسراییل د دوی په همکارۍ په سیمه کې حضور پیدا کړي، نو د ایران له سختو اقداماتو سره به مخ شي.


لوی درستیز محمد باقري وایي، اماراتو او بحرین له فلسطینیانو سره خیانت کړی او دوی به ورسره له دې وروسته د خپل سر سخت دوښمن په څېر چلند وکړي؛ نوموړي نورو هېوادونو ته هم خبرادری ورکړی چې د اماراتو او بحرین په لار دې نه ځي کنه سخت به پېښمانه شي.


د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې اماراتو او بحرین د امریکا په منځګړیتوب له اسراییل سرع اړیکې عادي کړې چې ددې دواړو هېوادونو دې چارې د ایران او ترکیې په ګډون د شمېر اسلامي هېوادونو غبرګونونه له ځان سره لرل.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200927_142915_608.sdoc-->