د فونیمکس او فونټیکس تر منځ توپیر

(Phonetics) چې مانا یې اوازپوهنه ده او فونمیکس ( phonemics) چې مانا یې غږ پوهنه ده. دواړه د ژبپوهنې مهمې څانګې دي، چې اوازونه تر څېړنې او شننې لاندې نیسي. دا چې اوازپوهنه کوم اوازونه تر څېړنې لاندې نیسي او غږ پوهنه کوم اوازونه تر څېړنې لاندې نیسي او د دې دواړو څانګو تر منځ توپیر څه دي په اړه به یې بحث وکړو. 

ټول غږونه په لومړي سر کې اوازونه دي، خو کله چې دا اوازونه مانیز ارزښت پیدا کړي په غږ بلېږي. لکه: اوو، هااا او ... دا ټول بې مانا غږونه اوازونه دي، خو کله چې دا اوازونه مانا پیدا کړي یا یو اواز مانا ولري، غږ دی. چې په دې اساس ژبپوهانو اوازپوهنه داسې تعریف کړې ده:
اواز پوهنه د ژببوهنې هغه څانګه ده، چې په هغې کې ټول ار ( خپلواک، نیمواک او بېواک) او نا ار (فشار، لحن،اهنګ، بېلتون او پیوستون او نور) تر څېړنې لاندې نیول کېږي. 
غږ پوهنه بیا د ژبې پر هغه ډول اوازونو باندې بحث کوي، چې مانیز ارزښت ولري او د ژبې لیکنی (الفبایي ) سیستم جوړوي. 

دا دوه څانګې دا توپېرونه سره لري: 
په فونیمیکس کې د فونیمونو له تجزې ډلبندۍ او بېلا بېلو الوفونو څخه بحث کېږي. په فونیمکس کې کېدای شي یو سمبول له څو اوازونو څخه ښکارندویي وکړي یا په یوه سمبول څو اوازونه ولیکل شي. بل دا چې په دې څانګه کې د یوه فونیم بېلا بېل الوفونونه په یوه ګرافیم سره ښودل کېږي. چې په فونټیکس بیا دا ډول نه دی. 

په فونټیکس کې اوازونه د صوتي غړو د تولید ځای او حرکاتو له مخې چې د د اوازونو د تولید په وخت کې ادا کېږي په ددقیقه توګه څېړل کېږي. یعنې په دې څانګه کې د اوازونو له زیږډول او زیږدځای او په هغه باندې د وینا د اوازونو له اغېزو څخه بحث کېږي. په فونیټکس کې هر اواز د یوه جلا ګرافیم په ذریعه ښودل کېږي، چې فونیمکس بیا دا ځانګړنه نه لري او څو اواازونه په دې څانګه کې په یوه فونیم سره ښودل کېږي. په فونیټکس کې د یوه فونیم بېلا بېل اولوفونونه هم په بېلا بېلو سمبولونو سره کېږي. د بېلګې په ډول که د ( پ) فونیم دوه الوفونونه  توپ او پنډ په نظر کې ونیسو په فونیمکس شکل کې د دواړو (پ) ګانو تر منځ توپیر نشته خو که دا دواړه په فونیټکس شکل ولیکو تر منځ یې توپیر لیدل کېږي او په جلا سمبولونو سره ښودل کېږي. چې توپ TOP په دې ډول او phand په فونیټکس کې دا ډول لیکل کېږي چې دا د فونیمکس او فونټیکس ترمنځ لوی تو پیرونه دي.

                                      اخځونه
۱ـ چمتو، محمد قسیم. (۱۳۹۶). تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش، خپرندویه ټولنه
۲ـ مرهون، محمود. (۱۳۶۹). اوازپوهنه،لومړی چاپ. کابل: کائنات څېړنیز او د ژباړې مرکز